IQNA

الازهر په کینیډا کې له اسلامه  ویرونکي پروژې سره دمبارزې د ورځې د ټاکل کیدا هرکلی وکړ

16:33 - February 01, 2022
د خبر لمبر: 3485353
تهران (ایکنا) – له افراط پالنې سره د مبارزې لپاره د الازهر دفاعي څانګې ، له اسلامه د ویرولو له پروژې سره د مبارزې دملی ورځې په توګه د جنورۍ د ۲۶ نیټې د نومولو په باب د کینیډا د حکومت د فیصلې قدرونه وکړه .

ایکناخبری آژانس د الوفد له قوله راپور راکړ،د الازهر پوهنتون دغې دفاعي ادارې دکینیډا د حکومت ددغې فیصلې چې د ۲۰۱۷کال د جنورۍ په ۲۹نیټه د کبک ستر جومات باندې د ترهه ګرې حملې د قربانیانو په پنځمې کلیزې کې  غوره شوې ده ، قدرونه اوستاینه وکړه . دغه حمله  هغه مهال د شپږ لمونځ ګوزارو د شهادت او د لسګونو نورو د ټپي کیدا  سبب شوې ده .  

د کینیډا لومړي وزیر ددغې ترهه ګرې حملې په کلیزې کې د اسلامی ضد اقداماتو په محکومیّت سره،په کینیډا کې له اسلامه له ویرونکي پروژې سره  دملي مبارزې د ورځې په توګه د جنورۍ د ۲۹نیټې د ټاکلو لپاره  ددغه هیواد دحکومت  دفیصلې خبر ورکړ .

  له افراط پالنې سره د مبارزې لپاره  د الازهر دغې ادارې،   له اسلام او  مسلمانانو سره د دښمنۍ د ښکارندې د کنټرولولو لپاره د کینیډا د حکومت د هرلوځلو قدرونه وکړه او دا دښمني ئې یو ډول توکمپالنه او توپير او دترهه ګرۍ او افراط پالنې لپاره یو سپير عامل وباله او له اسلامه د  ویرولو له پروسې سره د مقابلط لپاره ئې  دکنییډا  دحکومت له کړچاره د نورو لویدیځي هیوادونو  دپيروۍ په ضرورت په ټینګار سره  روښانه کړې ده ، دغه ښکارنده د  ټولنو پر وحدت او یووالی او ګډ ژوند منفي اغیزې شیندي او  دټولنو د دړې وړې کیدا سبب کیدلی شي .

  https://iqna.ir/fa/news/4032805 

captcha